
ایکنانیوز د پارس ټوډې د فارسی څانګې له قوله راپور راکړی،دعربو د سیاسي چارو یوه شنونکي«ربیع غصن» له المعلومه خبري اژانس سره په مرکې کې، د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې وویل چې په سپینې ماڼۍ کې د پرېکړو بهیر تر پخوا ډېر د صهیونیسټي لیدلورو او ایئډیالوژیک چوکاټونو تر اغېز لاندې ورغلی او نور یوازې پر سیاسي مصلحتونو یا لنډمهالو ګټو ولاړ نه دی.
د غصن په وینا، دا تګلاره د هغې پروژې د ټینګښت لپاره تعقیبېږي چې د «لوي اسرائیل» په نوم یادیږي، او موخه ئې د توراتي روایتونو پر بنسټ د سیمې بیا جیوپولیټیک منظمول دی.
غصن ټینګار وکړ چې په دې معادلې کې، د ایران اسلامي جمهوریت د خپل مرکزي ځائيګي، د پوځي مخه نیونکي قدرت او سیاسي ـ ائیډیالوجیک نفوذ له امله، د دغو طرحو د تحقق تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي.
د امریکائي پرېکړهکوونکو له نظره، ایران یو عادي لوبغاړی نه دی، بلکې د قدرت په توازن کې یو ټاکونکی عنصر دی چې د واشنګټن او تلابیب سټراټیژیک محاسبات ګډوډولی شي.
دغه شنونکی د مقاومت له چورلیزه د تهران ملاتړ ته په اشارې وویل چې ایران اوس د هغه څه په مرکز کې دی چې صهیونیسټي رژیم ئې «وجودي جګړه» بولي، او د نوو مخنیوي معادلو په ټپلو سره ئې د تلابیب ډېر امنیتي او پوځي سناریوګانې ناکامې کړې دي.
د غصن په باور، اوسنی ډغره له سیاسي سیالۍ ورهاخوا تللی او ائیډیالوجیک او تمدني بڼه ئې خپله کړې ده؛ داسې مرحله چې امریکا د پوځي او اقتصادي برترۍ پر بنسټ د سیمې د څېرې د بیا تعریف هڅه کوي.
غصن په پای کې د شخړو د زیاتېدو وړاندوینه وکړه او و ې ویل: که څه هم د امریکا ـ صهیونیسټي دباؤنه د واکمنۍ د پروژې د مخالفینو د کمزورې کولو لپاره به دوام ومومي، خو د مقاومت د چورلیز مخ پر زیاتېدونکې یووالی ښئي چې دا جبهه لا هم د دغو طرحو د شنډولو توان لري.
https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i34494